د عوایدو لوی ریاست له خوا د دولسمې مالیاتې حوزې اصنافو او د سهم کرایی مالیه ورکوونکو ته د مالياتو د عامه پوهاوی سیمینار د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه، د مربوطه مالیاتي حوزې د کارکوونکو او مالیه ورکوونکو په ګډون ترسره سو.
د سیمینار پیل د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وسو، د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه د سیمنیار ګډونوالو ته د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې اخیستلو د پروسي، د اصنافو او د سهم کرایی مالیې د سنجش، په مالیاتو کي د رامنځته سوو معافیتونو، کمښتونو، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د ۱۲ مالیاتي حوزې آمر مفتي عبدالرزاق د عوایدو لوی ریاست له لورې د عامه پوهاوي سیمینارونه د مالیه ورکوونکو د پوهاوی له پاره ارزښت لرونکي یادوي، او زیاتوي: ”کله، چي مالیه ورکوونکي د مالیاتو په ارزښت او اهمیت وپوهيږي د مالیاتو د تصفیه کولو له پاره خپله مالیاتي ادارو ته مراجعه کوي او پر وخت خپل مالیات تصفیه کوی، د عوایدو لوی ریاست باید په راتلونکي کي ورته سیمینارونو ته دوام ورکړي؛ ترڅو ټول مالیه ورکوونکي له خپلو حقوقو او مکلفیتونو څخه خبر سي.”
د سیمینار په وروستیو کي د مالیاتو کارپوه له لوري د مالیه ورکوونکو پوښتنې او غوښتنې واورېدل سوې، پوښتنو ته ئې ځوابونه وویل سول او غوښتنې ئې د مشرانو سره د شريک کيدلو په موخه یاداښت سوي