• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیي وزارت له لوري هغه وزارتونه او امارتي اداري وستایل سوي، چي په تېر مالي کال کي ئې خپل عوایدي هدف پوره کړی وو!

    وزارت-01 (1).jpg

    23 ثور 1404
    د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي هغه وزارتونه او امارتي ادارې وستایل سوې، چي په ۱۴۰۳ مالي کال کي ئې له ورکړل سوي هدف څخه زیات عواید راټول کړي وه.
    په دې ستاینغونډه کي د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمیتن سعید، د ګمرکونو لوی رئیس، د عوایدو لوی ریاست رهبري او د وزارتونو او امارتي ادارو استازو حضور درلود.
    د کانونو او پطرولیم، کورنیو چارو، بهرنیو چارو، عامي روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، تراسپورت او هوايي چلند، ټولګټو چارو، او مالیي وزارتونو تر څنګ د احصايي او معلومات ملي اداره او د امارتي شرکتونو لوی ریاست هغه امارتي ادارې دي، چي په تېر مالي کال کي ئې له خپلو عوایدي اهدافو څخه زیات عواید ټول کړي دی.
    د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کي وویل: “هغه مسؤلین چي صادق، آمین او تجربه لرونکي وي، کولای سي خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره او خلکو ته پر وخت معیاري خدمتونه وړاندې کړي. ” نوموړي د هغو ادارو د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه، چي د عوایدو په راټولولو کي ئې زیاتي هڅې کړي او خپل عواید ئې ترلاسه کړي دی.
    د لا هڅونې په موخه د یادو ۱۰ امارتي ادارو استازو ته د ستاینلیکونه او ډالۍ ورکول سوي.