• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو او ګمرکونو عمومي ریاستونو ترمنځ د همغږۍ اومه ناسته ترسره سوه!

    22 ثور 1404
    د عوایدو او ګمرکونو د معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د عوایدو او ګمرکونو د عمومي ریاستونو ترمنځ د همغږۍ اومه ناسته، د یاد معینیت د غونډو په تالار کي د عمومي رئیسانو، مرستیالانو او رئیسانو په ګډون ترسره سوه!
    په یاده غونډه کي په اسیکوډا سیسټم کي د نفتي او تجارتي جوازونو د ثبت پر معیارونو، خصوصي سکټور، تجارانو او مالیه ورکوونکو ته پر وخت د غوره او باکیفیته خدمتونو د وړاندي کولو په موخه د دواړو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو تر څنګ په یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وسو.
    معین صاحب ټولو رئیسانو او مرستیالانو ته د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړي. د ناستي ګډونوالو په خپلو اداري چارو کي د لا ښه والي رامنځته کولو ژمنه وکړه او یاده ئې کړه، چي ورسپارل سوي مسؤلیتونه به په پوره امانتدارۍ او صداقت سره ترسره کړي.