• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیه ورکوونکو خدمتونو ریاست ۶ تنه آمرین وستایل سول!

    20 ثور 1404
    د ستاینې دغه غونډه مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو په ریاست کي دایره سوې وه، چي ۶ تنه آمرین د غوره فعالیت، مراجعه کوونکو ته پر وخت د خدماتو وړاندي کولو، پر وخت د ورکړل سوي پلان تطبیق او دندې ته د ژمنتیا پر اساس د یاد ریاست د رئیس له لوري وستایل سول.
    مکافات او مجازات په ټولو امارتي ادارو کي په غوره توګه د اداري چارو د ترسره کېدو لپاره اساسي اصل دی،چي ټولې ادراې ئې په خپلو چارو کي تطبیقوي.
    د مالیه ورکوونکو د خدمتونو رئیس، د آمرینو پر غوره فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او هغوی ته ئې د راتلونکي له پاره د لا اغېزمنو خدمتونو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه.