• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پکتیا مستوفیت د ټولګټو چارو او چاپېریال ساتني ریاستونو سره ناستي ترسره کړې!

    18 ثور 1404
    د پکتیا مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو آمر او د غیر مالیاتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا عمومي مدیر د ټولګټو چارو او چاپېریال ساتني ریاستونو له رئیسانو او اړونده مسؤلینو سره د غیر مالیاتي عوایدو د نظارت او څارني په موخه جلا ناستي ترسره کړې.
    په یادو ناستو کي پر وخت د عوایدو تحصیل، ستونزو او اړوند موضوعاتو د بحث ترڅنګ مسؤلینو ته لارښوونه وسوه، چي د خپلو عوایدي اهدافو د ترلاسه کولو په موخه خپلو عوایدي سرچینو ته پوره توجه وکړي. مسؤلینو ژمنه وکړه، چي د عوایدو په راټولولو کي به پوره زیار او هڅه کوي.