• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست په زابل کي د کورنیو تولیداتو په څلور ورځني نندارتون کي ګډون وکړ!

    16 ثور 1404
    د صنعت او تجارت وزارت، د سوداګرۍ او پانګوني خوني له لوري د زابل په بادام ګل ماڼۍ کي د کورنيو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون تر سرلیک لاندي د خصوصي سکټور د هڅوني او ملي تولیداتو ته د بازار موندني په موخه ۴ ورځني نندارتون د ۴۳ غرفو په شتون کي پرانیستل سو.
    په یاد نندارتون کي د عوایدو لوی ریاست استازو؛ تجارانو او ننداره کوونکو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه برخه اخیستې، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري چاپ سوي کتابونه، بروشرونه، د افغانستان مالیاتي پروفایل، اخبارونه او مجلې چي د مالیاتو په اړه بشپړ معلومات په کښي ذکر سوي دي، نندارې ته وړاندي او ننداره کوونکو ته وویشل سول.
    د عوایدو لوی ریاست تل هڅه کوي، تر څو له هر ممکنه فرصت څخه ګټه پورته اوخلګو ته د مالیاتو په اړه عامه پوهاوی ترسره کړي، تر څو ملي بودیجه قوي او هيوادوالو ته غوره خدمات وړاندي سي.
    یاد نندارتون به تر راتلونکي پنجشنبې دوام وکړي، چي د عوایدو لوی ریاست د استازو له لوري ننداره کوونکو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او مالیاتي پروسو اړوند بشپړ معلومات وړاندي سی.