• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د BRITACOM سازمان د رهبري شورا په ناسته کي په انلاین ډول ګډون وکړ!

    14 ثور 1404
    یاده ناسته چین کي د ۳۷ غړیو هیوادونو په ګډون ترسره سوه، چي له افغانستان څخه د عوایدو لوی رئیس، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د نړیوالو مالیاتو آمر او د مالیاتو متخصص په کښي په انلاین بڼه برخه اخیستې وه.
    د BRITACOM (Belt and Road Initiative Tax Administration Cooperation of Mechanism) سازمان د غړیو هیوادونو د مالیاتي نظامونو د تقویې او د هغوی سره د غوره مالیاتي نظامونو د رامنځته کولو په موخه عملیاتي، فني او تخنیکي برخو کي مرستي ترسره کوي.
    په دې ناسته کي د ګډونوالو له لوري د خپلو هيوادونو د مالیاتي نظامونو په اړه معلومات ورکول سول، چي د افغانستان د عوایدو لوی ریاست هم په کښي د یوه پرزنټېشن له لاري د افغانستان مالیاتي نظام او الکترونیکي سیسټمونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
    افغانستان د یاد سازمان غړیتوب لري او په مسلسل ډول د یاد سازمان په ناستو کي ګډون ترسره کوي.