یاده غونډه د ننګرهار د مستوفي په وړاندیز او د ولایت مقام په همکارۍ د ولایت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، چي پکښي د ننګرهار والي، مرستيال والي، د علماوو شورا رئيس، د ۲۲ ولسوالیو ولسوالانو او د بېلابېلو ادارو رئیسانو ګډون درلود.
د غونډي په پیل کي مستوفي مولوي نورالحسن محسن د ۱۴۰۳ مالي کال د عوايدو راپور وړاندي کړ او وې ویل، چي ټاکل سوی هدف ترلاسه سوی، خو لا هم د عوایدو په راټولو کي یو شمېر ستونزي سته. هغه له ادارو وغوښتل چي د عوايدو په راټولولو کي همکار پاتي سي.
همداراز ئې د مصارفو راپور او ستونزي هم شریکي کړې او د ۱۴۰۴ مالي کال د کاري پلان په اړه ئې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
غونډه د ګډي همکارۍ د ډاډ اخيستو په غوښتنه پای ته ورسېده.