یاده ناسته، چي د اسلامي هیوادونو د مالیاتي ادارو سازمان له خوا دایره سوې وه، د عوایدو لوی ریاست په استازیتوب د عوایدو تخنیکي مرستال، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د نړیوالو مالیاتو آمر او د مالیاتي پالیسیو متخصیصینو پکښي ګډون درلود، نن د ثور پر ۲مه نېټه ترسره سوه.
د ATAIC سازمان په دغه عمومي ناسته کي د یاد سازمان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د مالیاتي راپورونو او اجراتو ته کتنه وسوه، د ۲۰۲۵ کال له پاره د یاد سازمان بودجه تصویب سوه او د نوموړي سازمان نوی ویبپاڼه له ګډونوالو سره شریکه سوه.
ATAIC سازمان په اسلامي هيوادونو کي د مالیاتي ستونزو د حل په موخه رامنځته سوی دئ، چي افغانستان هم د یاد سازمان غړیتوب لري.