• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د لوګر مستوفیت او د کرني ریاست ترمنځ ناسته ترسره سوه!

    31 حمل 1404
    په دغه ناسته کي د دواړو ادارو ترمنځ د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د اجارې ورکړي، د یاد ریاست د تېرو کلونو باقیاتو راټولولو، د مخابراتي آنتنونو د تثبیت او د نوو عوایدي منابعو پیداکولو په تړاو هر اړخیزي خبري وسوې.
    د لوګر مستوفي په روان مالي کال کي د هغو زراعتي ځمکو چي په تېر کي په اجاره ورکول سوې، د باقیاتو د تصفيې او د کرني ریاست اړوند ځمکو د مخابراتي انتنونو د تثبیت غوښتنه وکړه.
    د لوګر ولایت د کرني رئیس ژمنه وکړه، چي د ولایت مقام او امنیې قومندانۍ سره په همغږۍ به یاد موضوعات په جدي توګه تعقیب کړي.