• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پکتیا مستوفیت نوو مقرر سوو کارکوونکو ته د سیګتاس سیستم روزنیز پروګرام پیل سو!

    27 حمل 1404
    د پکتیا مستوفیت د عوایدو د برخي نوو مقرر سوو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني په موخه د سګتاس سیستم د غوره کاروني شل ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل سو، چي په دغه روزنيز پروګرام کي به د سګتاس سيسټم درې ګروپونه او ۱۷ ماډلونه تشريح سي، چي دا به له ماليه ورکوونکو څخه د مالياتو د راټوليدو او اسانتياو د رامنځته کيدو له پاره اغېزمن تمام سي.