• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ!

    25 حمل 1404
    د وري ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په دوام، دا ځل هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته ئې د دې ولایت له والي، د هرات تورغونډۍ او اسلام کلا ګمرکونو، د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست، د دغه ولایت د مستوفیت، د صنایعو خوني له مسئولینو او یو شمېر صنعتکارانو سره ولېدل.
    نوموړي همداراز فراه ولایت ته د بیا ځلي سفر پر مهال د سوداګرۍ خوني له رئیس او یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل.
    ښاغلي سعید د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د نېک چلند، په چارو کي د اړیني همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو لازمي سپارښتني وکړې.
    نوموړي د ولایتي مسئولینو، سوداګرو او صنعتکارنو ستونزي واورېدې او ورته د اصولي رسېدني ډاډ ئې ورکړ.
    د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ ترڅو د یاد معینیت د اړوندو ادارو له چارو څخه د لیدني تر څنګ د هيوادوالو ستونزي هم له نږدې واوري او پر ټاکلي وخت رسېدنه ورته وکړي.