د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په دوام، دا ځل نیمروز او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال ښاغلي سعید د یادو ولایتونو د مستوفیتونو او ګمرکونو له ادارو څخه لیدنه وکړه. همداراز، هغه د فراه ولایت له والي او د دغه ولایت د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست له مسؤلینو سره هم جلا کتني ترسره کړي.
ښاغلي سعید همداراز د نیمروز ولایت له کمیسارۍ څخه هم لیدنه وکړه او د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي خپلي دندي په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړئ، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدګي وکړئ، له خلکو سره ښه چلند وکړئ او د ادارو ترمنځ اړینه همغږي رامنځته کړئ.
ښاغلي معین د ولایتي مسؤلینو ستونزي هم واورېدې او ډاډ ئې ورکړ، چي له اصولو سره سم به ورته رسېدنه وسي.
د یادوني وړ ده، چي د عوایدو او ګمرکونو معین د هیواد د بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ ترڅو د اړوندو ادارو د چارو له نږدې ارزوني سربېره، د خلکو ستونزي هم واوري او پر وخت ورته لازم اقدامات ترسره کړي.