• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو او ګمرکونو معین د کندهار او هلمند له مستوفیتونو او سوداګرۍ خونو څخه لیدنه وکړه

    21 حمل 1404
    د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید  سهیل لویدیځ زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي د کندهار او هلمند ولایتونو مستوفیتونو او د سوداګرۍ خونو څخه لیدنه وکړه.
    یادي لیدني چي په جلا جلا ناستو کي ترسره سوې، ښاغلي معین صاحب د مستوفیتونو او سوداګرۍ خونو د مسئولینو تر څنګ له سیمه‌ییزو سوداګرو سره هم وکتل او د هغوی  نظرونه، ستونزي او غوښتني ئې واوردلې.
    د ګمرکونو او عوایدو معین د دې ناستو پر مهال د مستوفیتونو له کارکوونکو وغوښتل، چي له مراجعینو سره په ښه اخلاقو، نرمه رویه چلند وکړئ.
    یادې لیدني د عوایدو د لا زیات تنظیم، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره سوې