• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت ۱۳ ناسته ترسره سوه!

    20 حمل 1404
    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت ۱۳ ناسته نن د حمل په ۱۹مه نېټه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسيني په مشرۍ د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون ترسره سوه.
    ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه. د عواید لوی رئیس د ۱۴۰۳ مالي کال د عوایدي هدف د بریالي ترلاسه کولو له امله خوښي وښوده او د روان ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدي هدف د تحقق په موخه ئې اړیني سپارښتني وکړې. نوموړي همداراز د عایداتي ادارو ترمنځ پر لا زیاتي همغږۍ ټینګار وکړ، تر څو چاري په مؤثره او منظمه توګه پرمخ ولاړي سي.
    په غونډه کي همداراز د ۱۴۰۴ مالي کال له پاره د مالیه ورکوونکو پر وړاندي د لا زیاتو سهولتونو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم بحث وسو.
    ناسته د خیر او د افغانستان د سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسیده.