• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو، خزاینو، بودیجې لویو ریاستونو او د افغانستان بانک ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره سوه!

    19 حمل 1404
    د عوایدو، خزاینو او بودیجې لویو ریاستونو او د افغانستان بانک ترمنځ د همغږۍ ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
    په دې ناسته کي د عوایدو لوی رئیس، د عوایدو حمایوي مرستیال، اړوند رئیسان، د مالیې وزارت د خزاینو او بودیجې لویو ریاستونو استازو، د افغانستان بانک د ای.پي.اېس (IPS) مسؤل او یو شمېر همکاران ګډون درلود.
    د ناستي اصلي موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۴۸۴۷ ګني فرمان تطبیق و، چي د افغانۍ بانکنوټونو د خرابېدو د مخنیوي په موخه صادر سوی دی. د یاد فرمان له مخي، جواز لرونکي مالي شرکتونه مکلف دي چي د بانکي او عصري ټکنالوژۍ له لاري مراجعینو ته د ۳ افغانیو فی تعرفه بانکي خدمتونه وړاندي کړي، چي له دې جملي څخه یوه افغانۍ د افغانستان بانک عواید ټاکل سوي او پاتې ۲ افغانۍ جواز لرونکي مالي شرکتونو ته ورکول کېږي.
    همداراز، په ناسته کي د یادې پرېکړي د اغېزناک تطبیق له پاره د اړوندو ادارو ترمنځ د ګډ عملیاتي پلان او تخنیکي مسایلو په اړه هر اړخیز بحث وسو.