د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت ۱۲مه ناسته نن د حوت په ۲۷مه نېټه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د عوایدو لوی رئیس په مشرۍ ترسره سوه، چي پکښي د عوایدو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو ګډون درلود.
د ناستي پیل د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وسو. وروسته د عوایدو لوی رئیس، حافظ مولوي شاه حسین حسيني، په پیل کي له ګډونوالو د عوایدي هدف پر وخت د ترلاسه او پوره کولو په پار مننه وکړه او په چارو کي ئې پر صداقت، تقوا، عاجزۍ او ښو اخلاقو ټینګار وکړ، نوموړي زیاته کړه: “خپل کارونه په صداقت او تقوا سره ترسره کړئ، له مراجعینو او تر لاس لاندي کارکوونکو سره حسنه اخلاق وکاروئ.” په ناسته کي په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبري وسوې او په اړه ئېلازم تصمیمونه ونیول سول.
غونډه د هیواد او ولس له پاره د خیر په دعا سره پای ته ورسېده