• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو او ګمرکونو معینیت اړوند ریاستونو تر منځ د همغږۍ پنځمه ناسته ترسره سوه!

    25 حوت 1403
    دغه ناسته، چي نن د حوت په ۲۵ نېټه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د عوایدو او ګمرکونو معین په مشرۍ ترسره سوه، پکښي د عوایدو او ګمرکونو لویو رئیسانو، مرستیالانو او اړونده رئیسانو ګډون درلود.

    د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د ناستي ګډونوالو ته ئې وینا کوله په خپلو خبرو کي ئې پر وخت د کارونو په ترسره کولو او د مالیاتي پروسو پر ساده کولو ټينګار وکړ او ټولو ګډونوالو ته ئې لارښوونه وکړه تر څو په خپل ټول توان او همت سره مالیه ورکوونکو او مراجعينو ته د سهولتونو د رامنځته کولو په برخه کي هڅي وکړي.
    هغه موضوعات، چي د تېري غونډي پر مهال ځینو ریاستونو ته سپارل سوي و، د معین صاحب له خوا ئې وروستي راپورونه واورېدل سول او د حل له پاره ئې اړونده ریاستونو ته لازمي لارښووني وسوې.
    د هیواد د هر اړخیزي آبادۍ په دعا سره ناسته پای ته ورسېده