• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو د نهمې دورې ازمويني له پاره د نوملیکني خبرتیا!

    د عوایدو لوی ریاست غواړي، چي د مالیاتي محاسبینو څخه آزموینه واخلي، د دې ازمویني له پاره د نوملیکني بهیر د ۲۰/۱۲/۱۴۰۳ مي نېټې څخه پیل او تر۲۰/۰۱/۱۴۰۴ نېټې پوري به دوام وکړي.
    په آزموینه کي د ګډون شرایط:
    • په اقتصاد، محاسبه، ACCA ، CPA، عامه اداره او پالیسي، حقوق، اداره او تجارت کي د لیسانس د فراغت سند ولري.
    • رسمي کارکوونکی نه وي.
    • جرمي سابقه و نه لري.
    • که چیري غوښتونکی په مالیې وزارت کي دنده ترسره کړې وي، د دندي څخه د لري والي او یا منفکۍ ئې باید لږ تر لږه درې کاله تېر سوي وي.
    یادونه: مالیاتي محاسبین د اسلامي امارت رسمي کارکوونکي نه دي، بلکي په ازموینه کي تر بریالي کېدو وروسته د عوایدو لوی ریاست څخه د ټاکل سوي فیس په مقابل کي کاري جواز ترلاسه کوي.
    مالیاتي محاسبین د شرکتونو او کمپنیو له پاره د فیس په بدل کي د هغوی مالیاتي چاري په مالیاتي ادارو کي مخ ته وړي.
    پر شرایطو برابر کسان، کولی سي د لاندي لینک له لاري په آنلاین توګه نوملیکنه وکړي.