په ټول هيواد کي په يو ډول د آنلاين سيسټم له لاري د مالیاتو د راټولېدو او منظم کيدو په موخه د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په هدایت د عوایدو د سیسټم ریاست له لوري د هيواد د ټولو مستوفيتونو کارکوونکو له پاره د سګتاس سیسټم د روزني درې ورځنۍ آنلاین پروګرام پیل سو.
په دې پروګرام کي به د سیسټم ریاست له لوري د اصنافو د ثابتي مالیې د پروسو، د ابتدایي سنجش، بررسۍ او تطبیق قانون پروسې، د اظهارنامو ډکول او په سګتاس سیسټم کي د راپور بشپړه لارښوونه د مالیاتي ادارو کارکوونکو ته وړاندي سي.
د دې روزنیز پروګرام پای ته رسېدو سره به د مالیاتي ادارو کارکوونکي وتوانېږي، چي د عرضه خدماتو، بررسي، ابتدایي سنجش، تحلیل خطر او نوري پروسې په چټکۍ او دقت سره ترسره کړي.