• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د نورستان مستوفیت کارکوونکو ته د سيګتاس سیسټم د کاروني انلاین روزنیز پروګرام پیل سو!

    19 حوت 1403
    د عوایدو د سیسټم ریاست له لوري د نورستان مستوفیت کارکوونکو ته د سيګتاس سيسټم د کاروني انلاین روزنیز پروګرام نن د ۱۴۰۳ کال د حوت په ۱۹مه نېټه پیل سو، چي شپږ ورځي به دوام وکړي.
    په یاد ټرایننګ کي د سيګتاس سيسټم بشپړه پېژندنه، په عملي توګه د یاد سیستم کارونه او د ياد سيسټم له لاري د مالیاتي چارو مخته وړل شامل دی.
    د دې روزنیزو پروګرامونو موخه په مالیاتي پروسو کې دقت او ګړنديتوب رامنځته کېدل دي.