• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پکتیا مستوفیت او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د غیرمالیاتي عوایدو د نظارت په اړه ناسته ترسره سوه!

    18 حوت 1403
    د پکتیا مستوفیت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له مسئولینو سره د غیر مالیاتي عوایدو د نظارت او راټولولو په اړه ناسته ترسره کړه.
    په دې ناسته کي، د مستوفیت استازو، د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس او اړوند مسئولینو ګډون درلود. ګډونوالو د غیرمالیاتي عوایدو په راټولولو، سته ستونزو او اړوندو موضوعاتو باندي بحث او خبري وکړې.
    مسئولینو ته پر وخت د عواید د راټولولو سپارښتنه وسوه، چي عواید پر خپل وخت راټول کړي. همدارنګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولینو ژمنه وکړه، چي د تل په څېر د عوایدو راټولولو په برخه کي خپلي نه ستړي کېدونکي هڅي رواني ساتي.
    ناسته د خیر او برکت په دعا سره پای ته ورسېده.