د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت یوولسمه ناسته ترسره سوه!
24 دلو 1403
د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۴۶ هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي یوولسمه ناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
دغه ناسته، چي د عوايدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د قران عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل سوه، د عوایدو لوی رئیس او د یاد ریاست اړوند رئیسانو ګډون درلود، چي اساسي هدف ئې د روان کال په جریان کي د رهبري هیئت د شپږمي، اتمي او نهمي ناستي د اجراتو د راپورونو ارزونه او د دلوي تر ۲۲ مي نېټې د عوایدي اهدافو او راټولو سوو مالیاتو مقایسه وه.
د عوایدو لوی رئیس په دغه ناسته کښي ټولو رئیسانو ته په خپلو منځونو کښي پر همغږۍ او اعتماد ټينګار وکړ. د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني وویل: (د دې لپاره، چي خپل عوایدي اهداف ترلاسه کړئ، باید په خپلو کي د همغږۍ تر څنګ پر یو بل بشپړ باور او اعتماد ولرئ.)
په یاده ناسته کښي د د ۱۴۰۳ کال د دلوي تر ۲۲ مي نېټې عوایدي اهدافو ته د رسېدلو د څرنګوالي راپور د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت ریاست له لوري وړاندي سو، چي د عوایدو لوی ریاست له ورکړل سوي هدف څخه ډېر عواید راټول کړي وه.
د غونډي په جریان کي د ټولو رئیس صاحبانو خپلي کاري ستونزي د عوایدو لوی رئیس سره شریکي کړې، د حل وړ ستونزو ته د ټولو ګډونوالو په مشوره د حل مناسبي لاري په ګوته سوي، د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ په دعا سره غونډه پای ته ورسېده.