دغه لیدنه، چي د هرات ولایت د تجارانو د ستونزو د حلولو او هغوی ته د لا ډېرو سهولتونو د رامنځته کولو په موخه چمتو سوې وه، نن ورځ د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کي ترسره سوه.
په لیدنه کښي د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار د هرات ولایت د سوداګرو ستونزي او غوښتني د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید سره شریکي کړې، چي د معین صاحب له خوا د ستونزو د حلولو ترڅنګ سوداګرو ته د ګمرکونو او مالیاتو په برخه کي د لا ډېرو سهولتونو د رامنځته کولو ډاډ ورکول سو.