د عوایدو لوی ریاست د ازبکستان هيواد د مالياتي اداري سره انلاین غونډه ترسره کړه!
3 دلو 1403
د عوایدو لوی ریاست د ازبکستان هيواد د مالياتي اداري سره انلاین غونډه ترسره کړه!
پرون سه شنبه د دلوې په ۲ مه نېته د عوایدو لوی ریاست د نړۍ والو مالیاتو د غونډو په تالار کي د عوایدو لوی ریاست د تخنیکي مرستیال، د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس او د نړیوالو مالیاتو آمر د ازبکستان هيواد د مالياتي اداري له استازو سره د دوه ګونو مالیاتو د مختیوي په موخه د پيژندني انلاین غونډه ترسره سوه.
یاده غونډه، چي د دواړو هېوادونو د استازو د معرفت له پاره ځانګړې سوې وه، د دوه ګونو مالیاتو د مخنیوي له پاره د هغه غونډو پیل دی، چي په دې برخه کې به په راتلونکي کې ترسره سی. د عوایدو لوی ریاست تخینکي مرستیال عبدالولي نوري په وینا، چي یادې غونډې به تر هغه دوام وکړي؛ تر څو چې دواړه لوري په یاده برخه کې یوه مثبت توافق ته ورسېږي.
په وروستیو کې د دواړو خواړو یو بل ته د خپل هېواد او مالیاتي سیستم څخه د لیدنې هیلې څرګندې کړې.