• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د لوګر مستوفیت د لوګر ولايت د ترافیکو او ټرانسپورټ لویو مدیریتونو سره د غیر مالیاتي عوایدو د څارني په موخه ناستي ترسره کړې!

    ۱ (1).jpg

    2 دلو 1403
    د لوګر مستوفي الحاج خلیل احمد ابو احسان په لارښوونه د کوچنیو مالیه ورکوونکو او غیر مالیاتي مدیریتونو استازو، د ترافیکو او ټرانسپورټ مدیریتونو له استازو سره په شفافه توګه د غیر مالیاتي عوایدو د راټولوني په موخه ناستي ترسره کړې.
    په دغو ناستو کي د غیر مالیاتي عوایدو د راټولولو په برخه کښي پر سته فرصتونو او ستونزو بحث ترسره سو، او ترڅنګ ئې د ترافیکو او ټرانسپورټ لویو مدیریتونو له خوا د یاد مستوفیت استازو ته د غیرمالیاتي عوایدو د راټولولو په برخه کي د لا زیاتو هڅو ډاډ ورکړ.