• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره سوه!

    ۱ (1).jpg

    2 دلو 1403
    د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۴۶ هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي ناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
    یاده ناسته، چي د عوایدو لوی رئیس سربېره، د دغه ریاست مرستیالانو، رئیسانو، مشاورینو او مالیاتي کارپوهانو ګډون درلود، د قران عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره سوه.
    د عوایدو لوی رئیس په دغه ناسته کي له ګډونوالو سره د عایداتي منابعو د کنټرول په لارو چارو او هغه شرکتونه، چي په خپلو اظهارنامو کي خپل عواید کم ښایي، د اصلاح له پاره خبرې وکړې.
    د عوایدو لوی رئیس وویل: د دې له پاره، چي عوايد زيات سي او خپل اساسي هدف، چي په سالمه بڼه د عوايدو راټولول دي، ترلاسه کړو، باید د مالیاتو په برخه کې هغه منابع، چي فلج سوې دي بیا فعاله او د عوایدو نوی منابع پيدا کړو.
    د غونډې په جریان کي د مختلفو ریاستونو له لوري د عوايدو د زياتيدو او د عوايدو د راټوليدو په برخه کي خپلي طرحي شریکي کړې.
    غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.