• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    دوکاندارانو، کوچنیو کاروباریانو او د جایدادونو مالکانو ته د دوی په مالیاتو کي د سهولتونو او کمښتونو د عامه پوهاوي سیمینار ترسره سو!

    27 جدی 1403
    د جدي میاشتي په ۲۶مه نېټه د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د نهمي او نولسمي مالیاتي حوزو اړوند دوکاندارانو، کوچنیو کاروباریانو او د جایدادونو مالکانو ته د دوی په مالیاتو کي د سهولتونو او کمښتونو د عامه پوهاوي سیمینار ترسره سو.
    دغه سیمینار، چي د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو. پکښي د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي عباد الله درمان، د یادو مالیاتي حوزو عمومي مدیرانو، کارکوونکو، دوکاندارانو، کوچنیو کاروباریانو او د جایدادونو مالکانو ګډون درلود.
    د سیمینار په جریان کي د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه ګډونوالو ته د هیواد د مالیاتو په اړه، دوکاندارانو، کوچنیو کاروباریانو او د جایدادونو مالکانو ته د دوي په مالیاتو کي د راغلو سهولتونو او کمښتونو او همدارنګه د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو په باره کي معلوماتي پرزنټېشن وړاندي سو.
    د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او غوښتني ئې د مسؤلینو له خوا د عوایدو له رهبرۍ سره د شریکولو په موخه یادداښت سوې.
    سیمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.