• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د عوایدو لوی ریاست نوو مقرر سوو کارکوونکو ته اورنټېشن ورکړل سوو!

    26 جدی 1403
    د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د جدي میاشتي پر ۲۵مه، نېټه د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له‌ خوا د عوايدو لوی رياست اړوند په بېلا بېلو ریاستونو کي نوو مقرر سوو کارکوونکو ته اورېنټېشن ورکړل سوو، په دغه اورينټيشن کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال عبدالولي نوري ، د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس نداء محمد صدیقي ، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکملاو نوو ګمارل سوو کارکوونکو ګډون درلود.
    په ياد اورينټيشن کي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر له خوا ګډونوالو ته د عوايدو لوی رياست د اداري جوړښت، اهدافو، الکترونکي سيسټمونو او آسانتیاوو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
    په وروستیو کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال نوو مقرر سوو کارکوونکو ته په اخلاص، مسلکي او دقيقه توګه د چارو د تر سره کولو په اړه اړيني سپارښتني وکړې.