د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د جدي میاشتي پر ۲۵مه، نېټه د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له خوا د عوايدو لوی رياست اړوند په بېلا بېلو ریاستونو کي نوو مقرر سوو کارکوونکو ته اورېنټېشن ورکړل سوو، په دغه اورينټيشن کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال عبدالولي نوري ، د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس نداء محمد صدیقي ، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکملاو نوو ګمارل سوو کارکوونکو ګډون درلود.
په ياد اورينټيشن کي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر له خوا ګډونوالو ته د عوايدو لوی رياست د اداري جوړښت، اهدافو، الکترونکي سيسټمونو او آسانتیاوو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
په وروستیو کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال نوو مقرر سوو کارکوونکو ته په اخلاص، مسلکي او دقيقه توګه د چارو د تر سره کولو په اړه اړيني سپارښتني وکړې.