د عوایدو لوی ریاست او لویو مالیه ورکوونکو ترمنځ د همږغۍ او د مالياتو د عامه پوهاوي ناسته ترسره سوه!
25 جدی 1403
د عوایدو لوی ریاست او لویو مالیه ورکوونکو ترمنځ د همږغۍ او د مالياتو د عامه پوهاوي ناسته ترسره سوه!
د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د جدي میاشتي پر ۲۵مه، نېټه د عوایدو لوی ریاست له خوا د لویو مالیه ورکوونکو سره د همږغۍ او د مالياتو د عامه پوهاوي ناسته ترسره سوه. په دې ناسته کي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني،د عوايدو تخنيکي مرستيال، د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس، د عوايدو د پلان او نظارت رئيس، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر او د لویو مالیه ورکوونکو شرکتونو استازو او د مالي برخو مسؤلينو ګډون کړی و.
ناسته د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. د عوایدو لوی رئیس د مالیه ورکوونکو له ژمنتیا حخه مننه وکړه او د هغوي له خوا پر وخت د مالیې ورکړه ئې وستایله. وروسته د عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل له خوا ګډونوالو ته د افغانستان د مالياتو په اړه مفصل معلوماتي پرزنټېشن وړاندې سو.
په پای کي د مالیه ورکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدل سوې، او د عوایدو لوی ریاست د تخنیکي مرستیال او د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس له خوا د هغوي پوښتنو ته جواب ووايه او د ستونزو د حل اډاډ ورکړل سوو
وروسته د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس له لوري د مالياتي نظام د ښه والي او په مالياتي پروسو کي د چټکتيا او سهولت په موخه له يادو شرکتونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.