• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو ملي اکاډمۍ د روزنیزو پروګرامونو لړۍ لا هم دوام لري!

    24 جدی 1403
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د ولایتي مستوفیتونو د سیسټمونو برخي (۳۲) تنه مدیرانو ته د عوایدو لوی ریاست د سیسټمونو په برخو کي د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي جوړ سوی روزنیز پروګرام د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده او بل خوا بیا د ولایتي مستوفیتونو اصنافو او مالیاتي حوزو (۴۵) تنه کارکوونکو ته د سیسټمونو، مالیاتی قوانینو او طرزالعملونو په برخو کي روزنیز پروګرام پیل سو.
    په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمايوي مرستیال نقیب الله عابد، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یادي اکاډمۍ ښوونکو ګډون کړی وو.
    د غونډي په پرانیستې وینا کي د عوایدو لوی ریاست حمايوي مرستیال، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له آمریت او ښوونکو څخه مننه وکړه، چي د کارکوونکو له پاره ئې ټول شرایط برابر کړي؛ څو وکولای سي خپل درسونو په ښه توګه زده کړي، د دې ترڅنګ ئې سیسټمونه د عوایدو ریاست له پاره اړین وبلل او په هغه کي د ارقامو او معلوماتو پر دقیق ثبت، سمه کارونه، پوهاوي او ارزښت ئې ټینګار وکړ.
    وروسته بیا د سیسټمونو د مدیرانو په استازیتوب ښایسته خان د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له آمریت څخه د یاد روزنیز پروګرام د برابرولو له امله مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه، چي ټول ګډونوال به له دغه پروګرام څخه ترلاسه کړي زده ‌کړي په خپلو ورځنیو رسمي چارو کي پلي کوي.
    د غونډي په پای کي د دغه پروګرام ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي هم ووېشل سوې.
    د یادوني وړ ده، چي د ولایتي مستوفیتونو د اصنافو او مالیاتي حوزو روزنیز پروګرام به شل ورځې دوام وکړي، چي ورسره به د یادو مستوفیتونو د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او په اړوندو چارو کي به لا ښه والی راسي.