د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ پلاوي لسمه ناسته د عوايدو د لوی رئيس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره سوه.
🔹 په ناسته کې د کاني منرالونو د استخراج له پاره د جوازونو وېش او د مالیې معافیت په اړه خبرې وسوې.
🔹 د عوايدو لوی رئيس ټولو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې، او د چارو د لا ښه والي لپاره لازمي پرېکړې وسوې.
🔹 مسؤلینو خپلې ستونزې شریکې کړې، چې د حل ډاډ یې ورکول وسو.
ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.