• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت سرپرست وزیر د ګمرکونو او عوایدو معینیت د چارو ارزونه وکړه!

    8 جدی 1403
    د مالیې وزارت سرپرست وزیر حاجي ملا محمد ناصر آخند د روان کال د جدي میاشتې په ۶مه نېټه د ګمرکونو او عوایدو معینیت څخه لیدنه وکړه او د یاد معینیت د چارو د څارني او لا ښه والي په موخه ئې ځانګړۍ ناسته ترسره کړه.
    دغه ناسته، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت په کاري دفتر کي جوړه سوې وه، پکښي د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکاتو لوی رئیس، د عوایدو لوی رئیس، مرستیالانو، او یو شمېر رئیسانو ګډون درلود.
    د ناستې په جریان کي د معینیت د اړوند چارو د لا سمون له پاره ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندي کړل. ښاغلي وزیر صاحب د یاد معینیت اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي خپل فعالیتونه په دقیق، پر وخت او مؤثره توګه ترسره کړي ترڅو د ګمرکونو او عوایدو چاري لا شفافي او مؤثري سي.
    همدارنګه، د ناستي په پای کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د خزاینو، تدارکاتو، مالي او خدماتي برخو ستونزي له وزیر صاحب سره مطرح سوې، چي نوموړي د دغو ستونزو د حل په برخه کي د اړینو اقداماتو او ګډونوالو ته د ګډي همکارۍ ژمنه وکړه.