د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۴۶ هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي نهمه ناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
دغه ناسته چي د ګمرکونو او عوايدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د قران عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل شوه، د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، معاونینو او رئیسانو ګډون درلود، چي اساسي هدف ئې د راتلونکو درېیو میاشتو په جریان کښي د مالیاتو په غوره بڼه راټولول دي.
د عوایدو لوی رئیس په دغه ناسته کښي د مالیاتو د راټولولو ترڅنګ په دغه برخه کښي د سته خنډونو او ستونزو په حل لارو او مالیه ورکوونکو ته د ډېرو سهولیتونو په رامنځته کولو له رئیسانو او معاونینیو سره خبري وکړې.
حافظ مولوي شاه حسین حسیني وویل: (هغه شرکتونه او نهادونه چي پر وخت مالیات تحویلوي، خپل ملي مسؤلیت ادا کوي، خو هغه شرکتونه او نهادونه چي خپل مالیات په وخت نه تحویلوي، باید تثبیت سي، د مالیاتو د تحویلولو په اړه ورته پوهاوي ورکول سي، ستونزي ئې واورېدل سي او که بیا هم خپل مالیات نه تحلويلوي قانوني چلند دي ورسره وسي.)
په یاده ناسته کښي د چارو د لا منظموالي لپاره د مالیاتو په انلاین سیستم RMIS کي د یو لړ بدولونونو په اړه خبري وسوې، چي د راتلونکي کال له لومړۍ نېټې څخه به عملي سي. تر څنګ ئې د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس د راتلونکي ستراتېژیک پلان په جوړولو کي د نورو ریاستونو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د غونډي په جریان کي د ټولو ریاستونو مسؤلینو خپلي کاري ستونزي د عوایدو لوی رئیس سره شریکي کړې، د ټولو د نظریاتو په اتفاق هغه ستونزي چي اوس د حل وړ وي، د حل مناسبي لاري ورته په ګوته سوې، د دعا په ویلو سره غونډه پای ته ورسېده.