• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ګمرکونو او عوایدو معینیت د عقرب د میاشتي د کاري راپورونو ارزونه ترسره سوه.

    1 جدی 1403
    د ګمرکونو او عوایدو معینیت په دفتر کي د یاد معینیت د معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید لخوا د دې معینیت اړوند د عوایدو ریاستونو د عقرب میاشتي د کاري راپورونو ارزونه ترسره سوه.
    د ارزونې دغه غونډه نن د جدي په لومړۍ نېټه د ګمرکونو او عوایدو معین او د عوایدو اړوند ټولو ریاستونو د رئیسانو په شتون کي د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، چي په جریان کي ئې د معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید صاحب له لوري د ټولو ریاستونو د کاري راپورونو ارزونه وسوه، د غونډي په لړ کي د معین صاحب له خوا د ټولو رئیسانو ته د کارونو د ښه والي او شفافیت په موخه ځیني سپارښتني هم وسوې، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید وویل: زموږ او ستاسي مسؤلیت ولس ته خدمت کول دي نو؛ راځئ، چي خپل مسؤلیت په ښه بڼه ترسره کړو.
    د خلګو کارونه په خپل وخت ترسره کړئ، په هیڅ وجه ئې مه ځنډوئ، خپل ټول کارونه د کاري کلني پلان مطابق ترسره کړئ، هغه چاري چي په تېره میاشت کي پاتي سوي دي، هڅه وکړئ په سالمه توګه ئې ترسره کړئ، او په خپلو منځو کښي د تل په څېر همغږه اوسئ.

    د غونډي په وروستۍ برخه کي د عوایدو اړوند ریاستونو د رئیسانو وړاندېزونه او ستونزي واورېدل سوې، د معین صاحب له خوا وړاندېزونو ته د رسېدو او د ستونزو د حل ډاډ ورکول سو او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده .