د روان کال د قوس میاشتې پر ۲۶مې نېټې، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره سوه.
دغه ناسته چې د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره سوه، په کې د ګمرکونو اوعوایدو لویو ریاستونو رئیسانو مرستیالانو او یو شمېر آمرینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وینا وکړه او د چارو د لا ښه والي له پاره یې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي ګډونوالو ته له خلکو سره د ښه چلند، په کارونو کې د اخلاص او صداقت، د مشورې او همغږۍ د اړتیا په اړه ځانګړې خبرې وکړې. هغه وویل، « د عوایدو د بررسۍ ریاست دې خپله همغږۍ د مستوفیتونو د بررسۍ مدیریتونو سره زیاته کړي او ولایتي ګمرکونه دې له مستوفیتونو سره خپله همغږي پیاوړې کړي او هغه شرکتونه دې ورته په ګوته کړي، چې خپل مالیات او باقیات نه تصفیه کوي.»
د غونډې په اوږدو کي د ګډونوالو ستونزې واورېدل سوې او د ښاغلي معین صاحب له خوا د ستونزو د ژر حل لپاره د یوې ځانګړې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړل سو.
تر دغو بحثونو وروسته ناسته د دعا په ویلوسره پای ته ورسېده.