د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۴۶ هـ .ق کال د رهبرۍ پلاوي اتمه ناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسيني په مشرۍ د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د نړیوالو مالیاتو د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په دې ناسته کي د عوایدو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون درلود.
د عوایدو لوی رئیس ګډونوالو ته په وینا کولو کي ټینګار وکړ، چي د مجلسونو ارزښت ته باید جدي پاملرنه وسي او له دې ناستې څخه باید غوره ګټه پورته سي؛ نوموړی زیاتوي:
“موږ ته دروند مسؤولیت را سپارل سوی دئ، باید خپل کارونه په همغږۍ او اخلاص سره ترسره کړو. همداراز په دې وروستیو د مستوفیتونو په عوایدو کي کموالی راغلی دئ، د دغو مشکلاتو د حل له پاره باید منظم پلان ونیول سي، په اړه ئې جدي بحث وسي او د عوایدو راټولولو په برخه کي لا ډېرې منظمې هڅي وسي.”
په ناسته کي د عوایدو لوی ریاست اړوند پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو، چي په اړه ئېګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
له دغو بحثونو وروسته غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.