د روان کال د قوس میاشتې پر ۱۴مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت په کاري دفتر کي د مس عینک پروژې د تطبیق په موخه د مالیاتي او ګمرکي ستونزو د حل له پاره ناسته ترسره سوه.
دغه ناسته چي د ګمرکونو او عوایدو د معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره سوه، په کښي د ګمرکاتو لوی ریاست تخنیکي مرستیال او د یاد ریاست کفیل خانزاده عبدالله، د ګمرکاتو د حقوقي خدمتونو رئیس عبدالرحمن سجاد، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس نداء محمد صدیقي، د کانونو او معدن وزارت استازو، د مس عینک پروژې د شرکت رئیس او ورسره مل چنایي او افغاني پلاوو ګډون درلود.
په دغه ناسته کي د پروژې استازو خپلي غوښتني وړاندي کړې، چي په هغو کي له قرارداد څخه پرته د اضافي مرستو، همکاریو او د مالیاتي او ګمرکي سهولتونو برابرولو غوښتني شاملې وې.
د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د پروژې اهمیت په ګوته کړ او و ئې ویل:
دا پروژه ملي پروژه ده او ژر پیل ئې زموږ له پاره ډېر اړین او مهم دئ. موږ به خپلي ټولي هڅي وکړو، ترڅو په شته امکاناتو کي ستاسي له پاره لازم سهولتونه برابر کړو. زموږ تخنیکي ټیمونه به ستاسو غوښتني و ارزوي او له تاسي سره به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي انشاءالله مثبتي همکارۍ ترسره کړي.
له دغو بحثونو وروسته غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته وسېده.