د روان کال د قوس میاشتې پر ۱۲مه نېټه د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د مالیې وزارت او خصوصي سکټور تر منځ د ستونزو د حل په موخه د ګډې کمېټې څلورمه غونډه ترسره سوه.
دغه غونډه، چي د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ جوړه سوې وه، په کښي د مالیې وزارت ارشد مشاور مولوي احمدشاه شاکر، د عوايدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسینی، د ګمرکونو لوی رياست سرپرست خانزاده عبدالله، د تجارت خوني اول مرستيال محمد يونس مومند، د صنايع خوني رئيس شیرباز کمین زاده، د دوکاندارانو خوني رئيس شرین آقا سخي او د عوایدو او ګمرکونو یو شمېر رئیسانو او آمرینو ګډون درلود.
غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل سوه، ورپسې د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د موضوع په اړه ګډونوالو ته وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کي د هرات ګمرک د سوځېدلو توکو د مالیې د معافیت یادونه وکړه او زیاته ئې کړه، چي د سرحدي بندرونو موجوده ستونزو د حل له پاره به لازم اقدامات وسي. نوموړي د سوداګرانو له پاره د آسانتیاوو برابرولو او د خلکو سره د ښه چلند پر اهمیت ټینګار وکړ او وئې ویل:
چي موږ د خلکو خادمان یو او په اخلاص باید د خدمت لاره خپله کړو.
په دې ناسته کي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني وویل:
موږ د خپل ولس له پاره آسانتیاوي رامنځته کوو او که ستونزي موجودي وي؛ نو زموږ سره ئې په ګډه حل کړئ. موږ ستاسو په خدمت کي یو او د ګډ کار له لاري به هره ستونزه له منځه وړو.
ورپسي د خصوصي سکټور په نماينده ګي د تجارت خوني اول مرستيال محمد يونس مومند، د صنايع خوني رئيس شیرباز کمین زاده، د دوکاندارانو خوني رئيس شرین آقا سخي په ګمرکونو او عوايدو کي خپلي شته ستونزي شريکي کړې، چي اکثره ستونزي ئې حل او د نورو اسانتیاو د رامنځته کولو په اړه د عوايدو او ګمرکونو د محترم معين له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل سوو.
او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.