د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ له خوا دهیواد د پنځو مستوفیتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ او انسجام آنلاین ناسته ترسره سوه.
دغه ناسته چي د عوایدو د حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر په مشرۍ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډي په تالار کي جوړه سوې وه، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا ریاست رئیس مولوي عبدالمجید (نجیب الله)، د غیري مالیاتي عوایدو ریاست رئیس امان الله آمین او یو شمېر نورو رئیسانو، آمرینو او د هېواد د پنځو مستوفیتونو مسؤلینو په کښي ګډون درلود.
په دې ناسته کي د کندز، فراه، غزني، خوست او فاریاب مستوفیتونو د تېرو شپږو میاشتو راټولو سوو عوایدو په اړه هر اړخیز بحث وسو.
په پیل کي د عوایدو حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر ګډونوالو ته وینا وکړه، په خپلو خبرو کي ئې د عوایدي پروسو شفافیت او د عوایدو په ټاکلو کوډونو کي د دقیقې ثبتوني پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چي د هري برخي مسلکي کسان دي په خپلو ځایونو کي پاته سي او د اړتیا پرته دي بدلون نه ورکول کېږي.
ښاغلي ذاکر د عوایدو لوی ریاست او مستوفیتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د مستوفیتونو مسؤلینو ته ئې اړیني سپارښتني وړاندي کړل. نوموړي د عوایدي فرصتونو په نښه کولو سره د مستوفیتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چي له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي او خپل ټاکل سوي عوایدي اهداف ترلاسه کړي.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده