د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کلني تدریسي پلان سره سم، د ولایتي مستوفیتونو د برسي برخي (۴۷) تنو او د ولایتي ګمرکونو (۳۵) تنو کارکوونکو ته د تعرفې بیي ټاکني او لابراتور د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي جوړ سوي ښوونیز پروګرامونه د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پاي ته ورسېدل.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد ذاکر، د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د ګمرکي د بیي ټاکني رئیس ښاغلی صبغت الله شهیدزاده، د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو په خپلو ویناوو کي ټینګار وکړ، چي کارکوونکي باید په کاري چارو کي د منل سویو تګلارو، اصولو او قواعدو پر اساس په عادلانه او مسلکي ډول خپلي دندې ترسره کړي او له دغه ډول ښوونیزو پرګرامونو څخه د ترلاسه سوي پوهي او معلوماتو څخه په خپلو اړوند چارو کي اعظمي ګټه پورته کړي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه (۲۳) ورځني روزنیزو پروګرامونو په لړ کي ګډونوالو ته پر عایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو د طرزالعملونو، اظهارلیکونو د تشرېح، مالیاتي محاسبې، بررسۍ، سیګټاس سیسټم، تعرفې، بیي ټاکني، لابراتور، ګمرکي قوانینو او اسیکوډا سیسټم په اړه روزنه ورکړل سوه.