ښاغلی ادیب عزیزالحق حقپال د مرحوم مولوي شمس الحق زوی دئ چي په ۱۳۷۱ لمریز کال د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د علي همت په کلي کي، په یوه روحاني، دیني او علم دوسته کورنۍ کي زیږېدلی دئ.
نوموړي خپلي ابتدايي او ثانوي زدهکړي د همدې ولسوالۍ د حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) په عالي لېسه کي ترسره کړي او په ۱۳۸۹ لمریز کال له یادې لېسې څخه په عالي درجه فارغ سو. د ښوونځی له بشپړولو وروسته، ښاغلی حقپال په ۱۳۹۰ لمریز کال د کانکور په آزموینه کي ګډون وکړ او د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځی ته بریالی سو. هغه په ۱۳۹۵ لمریز کال د کابل پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ.
حقپال د دین، ملت او ادب د خدمت پر روحیه سمبال شخصیت دئ. د هغه ژور احساس او د اسلام پالني دروند مسؤلیت د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون مشرتابه ته د پام وړ وګرځېد. پر همدې اساس، په ۱۳۹۹ لمریز کال کي هغه د سویل ختیزي حوزې د اداري مرستیال په توګه وټاکل سو. له دې دندي وروسته د اداري مسؤل په توګه وټاکل سو او نږدې یو کال او شپږ میاشتې ئې خپلي دندي په ښه توګه ترسره کړې.
د افغانستان اسلامي امارت د دویم ځل واکمنۍ له پیل سره سم، په ۱۴۰۰ لمریز کال د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په چوکاټ کي د ننګرهار ګمرک مرستیال په توګه وټاکل سو. د یو کال له بریالي خدمت وروسته، په ۱۴۰۱ لمریز کال هغه د پکتیا ګمرک مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. د شپږو میاشتو خدمت وروسته، په ۱۴۰۲ لمریز کال د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې ریاست د بررسۍ آمر په توګه وټاکل سو.
د نوموړي د وړتیاوو او اغېزمن مدیریت په نتیجه کي، هغه د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء په حکم د ګمرکونو لوی ریاست د بیې ایښودني رئیس په توګه وګمارل سو. د دې ستر مسؤلیت له بریالي ترسره کولو وروسته، په ۱۴۰۳ لمریز کال کي یو ځل بیا د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء په حکم د عوایدو د بررسۍ رئیس په توګه دنده ورکړل سوه.
ښاغلی عزیزالحق حقپال د اسلامي اصولو د ژمنتیا، د اداري ښه مدیریت، او د ملت د خدمت لپاره له پام وړ وړتیاوو او اخلاص څخه برخمن شخصیت دئ.