دا ناسته چي د عوایدو د حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر په مشرۍ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه، د انسجام ریاست رئیس مولوي عبدالمجید (نجیب الله) د عوایدو لوی ریاست یو شمېر آمرینو او د هېواد پنځو زونونو مستوفي صاحبانو پکښي ګډون درل.
د ناستي په پیل کي ښاغلي ذاکر ګډونوالو ته وینا وکړه او د مستوفیتونو او عوایدو لوی ریاست ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اهمیت ئې ټینګار وکړ. نوموړي د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري مستوفیانو ته اړیني سپارښتني وکړې او عوایدي فرصتونو ئې ورته په نښه کړل، ترڅو یاد مستوفیتونه له دغو فرصتونو څخه ګټه واخلي او خپل ټاکل سوي عوایدي اهداف ترلاسه کړي.
په دې ناسته کي د تېرو شپږو میاشتو په راټول سويو عوایدو باندي د کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کندوز ولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره هر اړخیز بحث وسو. وروسته ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.