• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د پنجشېر ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو.

    14 عقرب 1403
    د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر اساس ، ښاغلی فیض‌الله د پنجشېر ولایت لپاره د نوي مستوفي په توګه وټاکل سو. د هغه معرفت غونډه چي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسيني په مشرۍ جوړه سوې وه، پکښي د مستوفیت یو شمیرکارکوونکو ګډون درلود.
    حافظ مولوي شاه حسین حسيني چي د غونډي ګډونوالو ته ئې وینا کوله په خپلو خبرو کي ئې د ښاغلي فیض‌الله مسلکي وړتیا او تعهد په ګوته کړ او څرګنده ئې کړه، چي د هغه د ټاکنې موخه په ولایت کي د عوایدو زیاتول، د مالیاتي سیسټم لا ښه کول او د مالیاتي چارو شفافیت دئ. نوموړي زیاته کړه چي ښاغلی فیض‌الله د مالیې وزارت د اهدافو په عملي کولو کې د لوړي تجربې او مسلکي مهارت لرونکی دئ او په دې باور دئ؛ چي هغه به په پنجشېر ولایت کي د مالیاتي چارو په پرمختګ او د عوایدو په راټولولو کي مهم ګامونه واخلي.
    ښاغلي فیض‌الله د خپلي ټاکني په اړه د رهبرۍ څخه مننه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د مالیې وزارت ستراتیژي به په بشپړه ژمنتیا سره پلي کوي. هغه د عوایدو د لوړولو او د مالیاتي سیسټم د لا شفافیت لپاره خپلو همکارانو ته د ګډ کار او همغږۍ بلنه ورکړه او زیاته ئې کړه چي د پنجشېر ولایت په مالیاتو کي به د نوښت او پرمختګ لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.