• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د سمنګان ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي سو.

    WhatsApp Image 2024-11-03 at 2.13.42 PM.jpeg

    14 عقرب 1403
    د مالیې وزارت په وړاندیز او د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی محمد نور حق‌جو د سمنګان ولایت د مستوفي په توګه وټاکل سو.
    د هغه رسمي معرفت غونډه، چي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسيني په مشرۍ ترسره سوه، پکښي د مستوفیت یو شمیر کارکوونکو ګډون درلود.
    په دې غونډه کي، حافظ مولوي شاه حسین حسيني د ښاغلي حق‌جو مسلکي وړتیاوي او د هغه له پخوانیو تجربو څخه د سمنګان ولایت لپاره د مثبتو اجراآتو هیله څرګنده کړه. نوموړي زیاته کړه چي د ښاغلي حق‌جو پخوانۍ تجربه، چي د پنجشېر ولایت د مستوفي په توګه ئې لرله، د سمنګان ولایت د عوایدو د زیاتوالي او د مالیاتي چارو د لا شفافیت لپاره یو مثبت ګام بلل کیږي.
    ښاغلي محمد نور حق‌جو هم د خپلي ټاکني پر مهال له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د مالیې وزارت ستراتیژي به په بشپړه ژمنتیا سره پلي کوي او په سمنګان ولایت کي به د مالیاتي نظام  پیاوړتیا ته دوام ورکوي.