د مالیې وزارت په وړاندیز او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی محمد نور حقجو د سمنګان ولایت د مستوفي په توګه وټاکل سو.
د هغه رسمي معرفت غونډه، چي د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسيني په مشرۍ ترسره سوه، پکښي د مستوفیت یو شمیر کارکوونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کي، حافظ مولوي شاه حسین حسيني د ښاغلي حقجو مسلکي وړتیاوي او د هغه له پخوانیو تجربو څخه د سمنګان ولایت لپاره د مثبتو اجراآتو هیله څرګنده کړه. نوموړي زیاته کړه چي د ښاغلي حقجو پخوانۍ تجربه، چي د پنجشېر ولایت د مستوفي په توګه ئې لرله، د سمنګان ولایت د عوایدو د زیاتوالي او د مالیاتي چارو د لا شفافیت لپاره یو مثبت ګام بلل کیږي.
ښاغلي محمد نور حقجو هم د خپلي ټاکني پر مهال له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د مالیې وزارت ستراتیژي به په بشپړه ژمنتیا سره پلي کوي او په سمنګان ولایت کي به د مالیاتي نظام پیاوړتیا ته دوام ورکوي.