• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست اړوند د بررسۍ ریاست له پاره د نوي رئیس معرفت غونډه ترسره سوه!

    25 میزان 1403
    غونډه چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، پکښي د ګمرکونو لوی رئیس او د ګمرکونو او عوایدو معینیت کفیل مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، معاوینینو، یو شمیر رئیسانو او آمرینو ګډون درلود.
    ښاغلی عزیزالحق حقپال د عوایدو لوی ریاست اړوند د بررسۍ د رئیس په توګه د ګمرکونو لوی رئیس او د ګمرکونو او عوایدو معینیت کفیل مفتي عبدالمتین سعید له لوري د عوایدو لوی ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل سو، چي نوموړی له دې وړاندي ئې هم د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د ارزښت ټاکلو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.