• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست له پاره د نوي عملیاتي مرستیال معرفت غونډه ترسره سوه!

    22 میزان 1403
    غونډه چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، په کښي دعوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، تخنیکي مرستیال عبد الولي نوري، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس نداء محمد صدیقي او یو شمېر نورو رئیسانو او آمرینو ګډون درلود.
    د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام د حکم پر اساس خان محمد ذاکر د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه د عوایدو د لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني له لوري د عوایدو لوی ریاست کار کوونکو ته ور وپیژندل سو، چي نوموړی له دې وړاندي ئې هم د عوایدو لوی ریاست اړوند د بررسۍ ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.