• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د بانکونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د مالیاتي مسایلو په اړه ناسته وسوه

    17 میزان 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ، د بانکونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د مالیاتي مسایلو په اړه ناسته وسوه
    په دغه ناسته کي د بانکونو اتحادیې له مسؤلینو سره په مالیاتي برخه کي د اصولي، پر وخت او شفافو چارو د ترسره کولو، په اړوند برخه کي سته ستونزو ته د مناسبو حل لارو پر رابرسیره کولو او د دواړو لوریو تر منځ د لا ښي همغږۍ د رامنځته کېدلو په تړاو خبرې وسوې.
    په دې ناسته کي د اړوند چارو د لا ښه والي په موخه د غونډي د ګډونوالو له لوري ستونزې او وړاندیزونه شریک سول، چي ستونزو ته د ښي رسېدنې له پاره د عوایدو لوی ریاست او د بانکونو د اتحادیې ترمنځ ګډې کاري کمیټې ته دنده وسپارل سوه، تر څو سته ستونزې او د چارو د لا پرمختګ فرصتونه وڅیړي او د حل مناسبي لارې چارې ئې راتلونکي ګډې ناستي ته وړاندې کړي.